افغانستان

القاعده بیا افغانستان ته راګرځېدلې؛ له روزنیزو کمپونو تر بې‌پیلوټه الوتکو

د ماډرن ډيپلوماسي مجلې خپاره کړي تازه راپورونه ښيي چې القاعده شبکه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، یو ځل بیا په ښکاره ډول په دغه هېواد کې فعاله شوې ده.

دغه نړیواله ترهګره ډله اوس نه یوازې د طالبانو تر ملاتړ لاندې بیا راژوندۍ شوې، بلکې په ۱۲ ولایتونو کې یې روزنیز کمپونه جوړ کړي او د پرمختللو ټېکنالوژیو، په تېره د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) څخه هم کار اخلي.

راپور زیاتوي چې د القاعده یو شمېر لوړپوړي مشران، لکه حمزه بن لادن (د اسامه بن لادن زوی) او سیف العدل، د طالبانو په ملاتړ خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. دا هڅې د طالبانو له هغو ژمنو سره په ښکاره ټکر کې دي، چې ویل یې د افغانستان خاوره به د نړیوال تهدید لپاره نه کارېږي.

ماډرن ډيپلوماسي لیکي چې د القاعده روزنیز مرکزونه اوس د هغو پخوانیو امریکايي او بریتانوي اډو په ځای کې جوړ شوي چې یو وخت د القاعده د له‌منځه وړلو لپاره کاروېدل. دغه بدلون، د یو ډول “ننداروي انتقام‌اخیستنې” بڼه غوره کړې ده.

د راپور له مخې، شاوخوا ۵۰۰ تجربه‌کار القاعده مشران له طالبانو سره یو ځای شوي، او تر ۷۰۰۰ زیات د ټي ټي پي جنګیالي، ۱۵۰۰ بلوڅ بېلتون‌پال، او زرګونه نور وسله‌وال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، لکه قندهار، هلمند، ننګرهار او کندز کې مېشت دي.

د دغو شبکو مالي او لوژستیکي ملاتړ هم پراخ ښودل شوی. د بېلګې په توګه، راپورونه وايي چې د افغانستان د فراه ولایت د نهم سرحدي کنډک له خوا د وژل شویو وسله‌والو کورنیو ته مالي مرستې ورکړل شوې دي. همدارنګه، دا ادعا هم شوې چې د هند استخباراتي ادارې تر ۳۰۰ زره ډالرو پورې مرسته ټي ټي پي ته لېږلي دي.

راپور دا هم څرګندوي چې القاعده اوس د اسلامي دولت خراسان څانګې او ټي ټي پي سره د نوو ائتلافونو په جوړولو بوخته ده، چې دا کار د ترهګرۍ د یوې خطرناکې شبکې د بیا راژوندي کېدو نښه ده. پرمختللو وسایلو ته د دوی لاسرسی، په ځانګړي ډول چاودېدونکو موادو وړونکو بې‌پیلوټه الوتکو ته، د یوه نوي نړیوال ګواښ په توګه ارزول کېږي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې شبکې له پراخېدو سره نه یوازې سویلي اسیا، بلکې د خلیج هېوادونه او آن د اروپا برخې هم له جدي امنیتي خطر سره مخ کېدای شي.