کډوالي

سرچینې: یو شمېر افغان کډوال د ایران پر پوله وژل شوي

له زابل ولایت څخه ځايي سرچینې وايي، چې یو شمېر افغان وګړي هغه مهال د ایران د سرحدي ځواکونو له‌خوا په ډزو وویشتل شول، کله چې یې هڅه کوله په غیرقانوني ډول د افغانستان له خاورې ایران ته واوړي.

د پېښې د قربانیانو د ملګرو له خولې، ویل شوي چې په دې پېښه کې یو شمېر ځوانان وژل شوي او جسدونه یې لا هم په سیمه کې پاتې دي. ځینې کورنۍ توانېدلي دي چې د وژل شویو خپلوانو جسدونه بېرته افغانستان ته راولیږدوي.

تر دې دمه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه‌دي ویلي، او د ایران له لوري هم کوم رسمي دریځ یا غبرګون نه‌دی خپور شوی.

دغه ډول پېښې معمولاً د دې لامل کېږي چې ګڼ شمېر افغانان، چې د ناامنۍ، بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله له هېواده د وتو هڅه کوي، له خطرناکو لارو مهاجرت ته زړه ښه کوي.

د افغانستان او ایران پر ګډه پوله تر دې وړاندې هم ورته خونړۍ پېښې او نښتې رامنځته شوې دي.