د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د اسټرالیا هغه قانون وستایل شو چې له مخې یې له ۱۶ کلنۍ څخه کم عمره ځوانانو ته د ټولنیزو شبکو کارول منع کېږي.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز د نیویارک په یوې غونډه کې وویل، دغه اقدام که څه هم بشپړ نه دی، خو د ماشومانو د ساتنې لپاره یو مهم ګام دی.
یاد قانون چې په نومبر ۲۰۲۴ کې تصویب شوی، د ډسمبر له میاشتې څخه به پلي شي. د نوي قانون له مخې د ټولنیزو شبکو د حساب جوړولو عمر له ۱۳ څخه ۱۶ کلونو ته لوړ شوی دی.
د اروپایي کمېسیون رئیسې اورسولا فون درلاین د اسټرالیا دا پرېکړه الهام بښونکې وبلله او ټینګار یې وکړ چې اروپا به هم ترې زده کړه وکړي.
د اسټرالیا حکومت وايي، څېړنې ښيي چې د ټولنیزو شبکو ډېر کارول د ځوانانو پر رواني روغتیا منفي اغېزې لري، په ځانګړي ډول د ناسمې معلوماتو خپرېدل، انلاین ځورونې او د بدن د ناسم تصویر خپرېدل.
البانیز دا اقدام “ځنډېدلی خو اړین” وباله او زیاته یې کړه چې دا به ځوانانو ته درې کاله نور فرصت ورکړي څو له ریښتینې ژوند سره بوخت پاتې شي، نه د ټولنیزو شبکو د الګوریتمونو تر اغېز لاندې.
شننونکې وايي، د اسټرالیا دا پریکړه ښايي د نورو لویدیځو هېوادونو لپاره هم د یوې نوې تګلارې پیل وي. که څه هم د عملي کېدو په بهیر کې د عمر د تایید تخنیکي ستونزې موجودې دي، خو په اوږدمهال کې دا ګام کولی شي د ځوانانو د رواني روغتیا د ساتنې او د ډیجیټلي اعتیاد د کمولو لپاره یو مهم ماډل شي.
