افغانستان

بادغیس کې د بې وزلۍ زیاتوالی؛ خلک د شل او دېرش افغانیو اوړه اخلي

In this photo taken on May 4, 2022, flash flood-affected children sit outside their damaged house at Qadis district in Badghis province. – Flash floods and storms killed at least 18 people after ravaging several provinces of Afghanistan over the past five days, an official said. (Photo by AFP) (Photo by -/AFP via Getty Images)

د بادغیس ولایت د خوراکي توکو یو شمېر پلورونکي وايي چې په دغه ولایت کې اقتصادي ستونزې دومره ډېرې شوي چې ځینې کورنۍ اړې دي اوړه او نور خوراکي توکي په کیلو او حتا د شل افغانیو په اندازه اخیسلتو ته یې مخه کړي. د دوی په وینا، کاروبارونه یې له رونقه لوېدلي او د خلکو بېوزلي ورځ تر بلې زیاتېږي.

عبدالغفار، د خوراکي توکو یو پلورونکی وايي:
«موږ اجناس له عمده پلورونکو په قرض اخلو او بیا یې په اونیز ډول پیسې ورکوو، خو ورځ داسې هم راځي چې ۱۰۰ افغانۍ پلور هم نه لرو. ځینې خلک زموږ دوکان ته راځي، یوازې یو کیلو اوړه یا د شل افغانیو وریجې اخلي، ځکه د ډېرو اخیستو وس نه لري.»

سرچینې وايي چې د کار موندنې کچه خورا ټیټه شوې او د ورځني عاید لپاره د سختو هڅو سره سره یوازې سل یا دوه سوه افغانۍ ګټلی شي.

حمیدالله، د بادغیس یو اوسېدونکی وايي:
«د ټولو اجناسو بیې لوړې شوې، اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي ګران شوي. خلک له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»

عبدالستار، یو بل اوسېدونکی زیاتوي:
«زما دوه زامن دي چې عمرونه یې ۱۰ او ۱۲ کاله دي، له سهاره تر ماښامه کار کوي او یوازې ۱۰۰ یا ۲۰۰ افغانۍ پیدا کوي. زموږ ژوند په ډېره ستونزمنه توګه تېرېږي.»

ځايي سرچینې وايي چې بادغیس یو له هغو ولایتونو څخه دی چې اکمالاتي لارې یې ستونزمنې دي او ډېری خوراکي توکي د هرات له لارې ورته رسېږي. دوی زیاتوي چې د بې‌کارۍ کچه هم په دې وروستیو کې لوړه شوې ده.

یوازې بادغیس نه، بلکې د افغانستان په نورو برخو کې هم خلک له ورته اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ شکایت لري او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي چې د افغانانو د سختو حالاتو په هېرولو کې پاتې نه شي.