نړۍ

ټرمپ له شهباز شریف سره نن په سپینه ماڼۍ کې ځانګړې ناسته کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن ورځ (پنجشنبه) د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري. د ټرمپ ادارې یو چارواکي ویلي، دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستي سوداګریز تړون له اعلان څو اوونۍ وروسته ترسره کېږي.

امریکا او پاکستان د جولای په ۳۱مه د سوداګرۍ تړون اعلان کړی و، چې له مخې یې واشنګټن پر پاکستاني توکو ۱۹ سلنه ګمرکي تعرفه لګولې ده. دغه تړون په داسې حال کې شوی چې د ټرمپ په مشرۍ د واشنګټن او اسلام‌اباد اړیکې تر پخوا ګرمې شوې دي.

ټرمپ سږکال د پاکستان د پوځ له مشر فیلډمارشل عاصم منیر سره هم لیدلي وو، چې دا لومړی ځل و یو امریکایي ولسمشر د پاکستان د پوځ مشر په سپینه ماڼۍ کې د ملکي چارواکو له ګډون پرته کوربه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي: “ولسمشر ټرمپ د ترهګرۍ ضد مبارزې، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه له پاکستاني چارواکو سره پر فعاله تماس ټینګار کوي.”

دغه لیدنه په داسې مهال کېږي چې شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څنډو ته د هغو هېوادونو په غونډه کې هم ګډون کړی و، چې ټرمپ د غزې پر جګړې ورسره خبرې وکړې.

شهباز شریف د سه‌شنبې په ورځ د هغو مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې هم برخه اخیستې وه چې ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې څنډو ته ورسره د غزې پر جګړې خبرې وکړې.

سیاسي شننونکي باور لري چې د ټرمپ او شهباز شریف نننۍ لیدنه د امریکا او پاکستان د اړیکو د نوي پړاو نښه ده. د دوی په اند، واشنګټن هڅه کوي د چین د نفوذ پر وړاندې اسلام‌اباد ځان ته نږدې کړي، په داسې حال کې چې د هند او امریکا اړیکې د ځینو اقتصادي او سیاسي اختلافاتو له امله له ستونزو سره مخ دي. شننونکي زیاتوي چې که څه هم دغه لیدنه کولی شي د دواړو هېوادونو په سوداګریزو او امنیتي اړیکو کې پرمختګ رامنځته کړي، خو هند ته د ټرمپ له بې‌پروايي ممکن په سیمه کې نوې اندېښنې راولاړې کړي.