سرچینو آمو ته ویلي دي چې د طالبانو مشر، هبتالله اخندزاده، خپل چارواکي کندهار ته ورغوښتي څو د بګرام هوايي اډې په اړه خبرې وکړي.
د سرچینو په وینا، ټاکل شوې دا غونډه په راتلونکو ورځو کې جوړه شي او له یو شمېر طالب چارواکو په ځانګړي ډول د ګډون غوښتنه شوې ده.
که څه هم د طالبانو مشر له ځینو وزیرانو او د دې ډلې د سترې محکمې له رییس سره د ډونالډ ټرمپ د غوښتنې په اړه خبرې کړي دي، خو سرچینې آمو ته وایي چې هبتالله غواړي دا موضوع په خپله ناسته کې هم وڅېړي.
په همدې حال کې، د طالبانو ویاند ویلي چې دوی به بګرام هوايي اډه امریکا ته ورنه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام د هوايي اډې بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کړې او طالبانو ته یې ګواښ کړی دی چې که دغه اډه امریکا ته ورنه کړي، «بد عواقب» به ولري.
تر دې وړاندې هبتالله اخندزاده په کندهار کې له یو شمېر طالب لوړپوړو چارواکو سره، لکه یعقوب مجاهد، امیرخان متقي، عبدالحکیم حقاني او نورو، پر همدې موضوع خبرې کړې وې.
اوس سرچینې وایي چې دا مشورې بسنه نه کوي او د طالبانو مشر یې د کابینې غونډې ته سپارلې ده.
په ورته وخت کې، د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد له العربیه سره په یوه مرکه کې د ټرمپ دا ادعا رد کړې چې ګواکې د امریکا او طالبانو ترمنځ د بګرام په اړه خبرې روانې دي. هغه ویلي چې خبرې یوازې د بندیانو د خوشې کولو او اقتصادي اړیکو په اړه وې.
مجاهد همدارنګه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې رد کړې او ګواښ یې کړی چې که د ټرمپ اداره «هر ډول بد اقدام» وکړي، طالبان به ورته «بد غبرګون» وښيي.
مجاهد ویلي: «موږ مخکې فکر کاوه چې ټرمپ له داسې ژبې یوازې د خپل سیاسي سیال، جو بایډن، پر وړاندې د فشار لپاره ګټه اخلي، خو د هغه وروستۍ څرګندونې ښيي چې دا موضوع د امریکا د پراخې ملي تګلارې برخه ده او دا اندېښنه پاروونکې ده. موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې افغانان هېڅکله د خپل هېواد یوه برخه بل دولت ته نه سپاري.»
کارپوهان باور لري چې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به د طالبانو دنني اختلافونه هم بربنډ کړي او د بګرام د بېرته نیولو پروسه به نه ډب کېدونکې وي. د دوی په وینا، د ټرمپ اداره د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره، د چین، روسیې او ایران پر وړاندې، دې پایلې ته رسېدلې چې بګرام یو ځل بیا تر خپل واک لاندې کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داوودزی وایي: «تاسو به سبا او بله ورځ ووینئ چې (امریکا) ووايي موږ له تېر حکومت سره چې یو قانوني نظام و، ستراتېژیک تړون درلود. د همدې تړون او د امنیتي تړونونو له مخې چې د افغانستان د جمهوریت له نظام سره مو لرل، موږ کولای شو په افغانستان کې پوځي حضور ولرو. د دې بېلګه دا ده چې د افغانستان فضا اوس د دوی په لاس کې ده، طالبان څه کولی شي؟ د سیمې هېوادونه څه کولی شي؟ فضا د امریکا په لاس کې ده».
په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بېرته تګ وروسته، شل ځله د بګرام هوايي اډې نوم اخیستی او په خپله وروستۍ وینا کې یې درې ځله پرلهپسې ویلي چې غواړي دغه اډه ژر تر ژره بېرته ترلاسه کړي او د طالبانو سره پر دې موضوع خبرې کوي.
یاده هوايي اډه چې شل کاله د امریکا د پوځي حضور مرکز وه، د بایډن د ادارې په امر د ۱۴۰۰ کال د سرطان پر ۱۱مه په نیمه شپه کې د امریکايي ځواکونو له خوا پرېښودل شوې وه.
