د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي له لیدو وروسته، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پر مهال وویل چې باور لري اوکراین کولای شي له روسیې د نیول شویو ټولو سیمو پر بېرته نیولو بریالی شي، ځکه چې مسکو له “سترو اقتصادي ستونزو” سره مخ دی.
ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه ټروت سوشیال کې لیکلي: “پوتین او روسیه له لویو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، او دا د اوکراین لپاره د اقدام وخت دی.” هغه زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې په ملاتړ، اوکراین د دې وړتیا لري چې “په بشپړه توګه خپله اصلي بڼه بېرته ترلاسه کړي.”
د ټرمپ دا څرګندونې د ده له پخواني دریځه لوی بدلون ګڼل کېږي، ځکه نوموړي مخکې ویلي وو چې اوکراین باید د سولې لپاره ځینې ځمکې له لاسه ورکولو ته چمتو وي.
زیلنسکي د ټرمپ وینا “لوی بدلون” وبللو او د دواړو هېوادونو د دریځونو نږدې کېدل یې وستایل. هغه خبریالانو ته وویل چې د ټرمپ سره یې “ښه او رغنده” ناسته لرله.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشره، کایا کالاس، د ټرمپ څرګندونې وستایلې او ویې ویل: “دا خورا قوي څرګندونې دي، داسې څه چې موږ مخکې په دې ډول نه وو اورېدلي.”
سره له دې، د امریکا د تګلارې په کچه کوم عملي بدلون ونه لیدل شو. ټرمپ یوازې د ناټو له لارې د وسلو د رسولو د دوام ژمنه وکړه او د روسیې د تېلو د پېرلو له امله یې ځینې اروپايي هېوادونه وغندل.
زیلنسکي د امریکا له ولسمشر وغوښتل چې پر روسیې نوي سخت بندیزونه ولګوي، څو مسکو د جګړې د ختمولو لپاره خبرو ته اړ کړي. خو د امریکا رسمي دریځ لا هم پر دې ولاړ دی چې جګړه باید د سولې له لارې ختمه شي.
د روسیې مرستیال استازی د ټرمپ څرګندونې بې اهمیته وبللې او ویې ویل: “له هر ټویټ څخه ځانونه مه خوښوئ.”
پخواني امریکایي استازي ټام مالینوفسکي دا د ټرمپ دریځ “په بشپړه توګه ۱۸۰ درجې بدلون” وبللو، خو ویې ویل: “اصلي پوښتنه دا ده چې ټرمپ عملي څه کوي؟ که هېڅ نه وي، نو دا یوازې خبرې دي.”
