روغتیا

بل ګېټس د نړيوالو ناروغيو پر وړاندې د مبارزې لپاره ۹۱۲ ميليونه ډالر مرسته اعلان کړه

د مايکروسافټ بنسټګر او د ګېټس فاونډېشن مشر بل ګېټس د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایډز، نري رنځ او ملاريا پر ضد د نړيوال صندو (ګلوبل فنډ) سره به ۹۱۲ ميليونه ډالره مرسته کوي. نوموړي له حکومتونو وغوښتل چې د روغتيايي مرستو د کموالي لړۍ بېرته راوګرځوي.

ګېټس په نيويارک کې په يوه خبري ناستې کې وويل: « نړۍ په یوه پوله ولاړه ده، که د مرستو کچه ډېره راټيټه شي، ميليونونه ماشومان د مړينې له ګواښ سره مخ کېږي.»

دغه ژمنه د ۲۰۲۲ کال د مرستې کچې سره برابره ده. په هغه وخت کې د جینیوا پر بنسټ دغه غير انتفاعي بنسټ د درې کلنې بوديجوي دورې لپاره پيسې راټولې کړې وې. دا اعلان د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول د امريکا، له لوري د مرستو د کمېدو وروسته شوی دی.

ګېټس وويل: «يو ماشوم چې د نايجېريا په شمال کې زيږي، د پنځو کلونو تر پوره کېدو مخکې ۱۵ سلنه د مړينې احتمال لري. تاسې کولای شئ د دغه وضعیت د ښه کولو برخه شئ، يا داسې چلند وکړئ لکه دا چې هېڅ مهمه نه ده.»

د ګېټس فاونډېشن، چې په ۲۰۰۰ کال کې، د نړۍ له سترو مرستندويه ادارو څخه دی چې په ځانګړي ډول د ميندو او ماشومانو د مخنیوي وړ مړينو د ختمولو، د ساري ناروغيو د کنټرول او د بېوزلۍ د کمولو لپاره کار کوي.

د امريکا د روغتيايي ميتريک او ارزونې انستيتيوت په وينا، د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ تر منځ د نړيوالو پراختيايي مرستو کچه ۲۱ سلنه کمه شوې او اوس د تېرو ۱۵ کلونو په ټيټه کچه کې ده.

ګېټس ټينګار وکړ چې که څه هم دا بهير اندېښمنوونکی دی، خو که د نړيوالو ادارو لپاره تمويلات وساتل شي او نوې روغتيايي نوښتونه لکه د ایډز د اوږدمهاله مخنیوي درمل چټک خپاره شي، تر ۲۰۴۵ پورې د ميليونونو نورو انسانانو ژوند ژغورل کېدای شي.

د ګېټس فاونډېشن په کلنۍ ګول کيپرز غونډه کې، د هسپانیا لومړي وزير پدرو سانچېز ته د «نړيوال هدف ساتونکي» کلنی جايزه ورکړل شوه، ځکه هسپانیا په داسې حال کې خپلې مرستې زياتې کړې چې ډېری هېوادونو د روغتيا په برخه کې ملاتړ کم کړی و.