ازبکستان د امریکا له هوايي او فضایي صنايعو ستر شرکت «بوئینګ» سره د ۸ میلیارد ډالرو ارزښت لرونکی هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه تړون له مخې، د ازبکستان هوايي شرکت به د «ډریم لاینر» ډول الوتکې له بوئینګ څخه واخلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې خبر د تائید پر مهال په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې دغه قرارداد به په امریکا کې له ۳۵ زرو زیاتې نوې دندې رامنځته کړي.
ټرمپ د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د “قول پابند سړی” بللی او ویلي یې دي چې له هغه سره به په ګڼو نوروبرخو کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
بوئینګ د امریکا څو مليتي شرکت دی چې په تجارتي او پوځي الوتکو، سپوږمکیو، توغندیو، دفاعي سیسټمونو د ډیزاینولو او تولید په برخه کې فعالیت کوي.
په همدې حال کې ټرمپ ویلي چې قزاقستان هم له امریکا سره د وسپنې پټلۍ د تجهیزاتو د پېرلو تر ټولو لوی قرارداد لاسلیک کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توقایف سره یې په دې تړاو تلیفوني خبرې کړې دي او د دغه قرارداد ارزښت ۴ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
ټرمپ لیکلي: «موږ باید د امریکا د اوسپنې پټلۍ له صنعت څخه ملاتړ وکړو؛ داسې صنعت چې کلونه د جعلي چاپېریالپالو له نیوکو سره مخ و. زه ولسمشر توقایف د دې ستر قرارداد لپاره مبارکۍ وایم. دا هېواد او ټوله نړۍ پر باوري او ښکلو وسپنې پټلیو ولاړه ده.»
