سرچینې وایي، وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو خبره وکړه، د طالبانو د مشرانو تګ راتګ کندهار ته په څرګند ډول ډېر شوی دی.
د سرچینو په وینا، په دې موده کې د طالبانو ډېری وزيران کندهار ته تللي او د طالبانو له مشر سره یې لیدلي دي.
سرچینې زیاتوي، په دغو غونډو کې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سفر قطر ته هم یاد شوی، چېرې چې قطري چارواکو د بګرام په اړه د امریکا غوښتنه ورسره شریکه کړې ده.
د سرچینو په خبره، په ټولو دغو غونډو کې ټینګار شوی چې د دوحې د تړون له مخې، متحده ایالات کولای شي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د افغانستان له خاورې کار واخلي، او طالبان به هم د دې بهیر برخه وي.
خو سرچینو «آمو» ته ویلي چې د طالبانو مشر په ټولو غونډو کې د امریکا د پوځي حضور مخالفت کړی، خو پر نړیوالو سیاسي اړیکو یې ټینګار کړی دی.
سرچینې زیاتوي، د دې لیدنو د جزیاتو له مخې، خبرداری ورکړل شوی چې که طالبان له امریکا سره تعامل ونه کړي، واشنګټن ښایي د ځینو ځانګړو پېښو وروسته بیا افغانستان ته ستنیږي؛ که څه هم طالبان ویلي، په داسې صورت کې به مقاومت وکړي.
په دې غونډو کې همدارنګه سپارښتنه شوې چې له طالبانو سره د خبرو کانالونه فعال وساتل شي.
له بلې خوا، ځايي سرچینو ویلي، په وروستیو ورځو کې د طالبانو یو شمېر ټیټ رتبه غړي په کندهار کې د مورال له کمزورۍ سره مخ شوي، او ځینې قوماندانان یې د هېواد پرېښودو فکر کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تازه ویلي، له طالبانو سره خبرې کوي څو د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي.
طالبانو هم په یوه اعلامیه کې له امریکا غوښتي چې د دوحې پر تړون ټینګه پاتې شي او یو واقعبینانه لوری خپله کړي.
