نړۍ

کیم: له امریکا سره خبرو ته چمتو یو؛ خو په دې شرط چې د اټومي وسلو خبره پرېږدي

In this photo provided by the North Korean government, North Korean leader Kim Jong Un attends a meeting held on Jan. 23 and 24, 2024 in North Korea. Independent journalists were not given access to cover the event depicted in this image distributed by the North Korean government. The content of this image is as provided and cannot be independently verified. (Korean Central News Agency/Korea News Service via AP)

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وايي، که امریکا له دې شرطه تېر شي چې پیونګ یانګ باید خپلې اټومي وسلې ختمې کړي، د خبرو لپاره هېڅ خنډ نه شته. خو هغه ټینګار کړی چې هېواد به یې هېڅکله د بندیزونو په بدل کې له خپل اټومي وسلواله ځواک نه تېرېږي.

کیم د یکشنبې په ورځ د ولسي مشرانو مجلس ته په وینا کې وویل: «که امریکا د اټومي وسلو د له منځه وړلو غیرمنطقي ټینګار پای ته ورسوي او د سولې ریښتینی لوری غوره کړي، موږ د خبرو کولو لپاره چمتو یو.»

هغه زیاته کړه چې د شمالي کوریا بقا د اټومي وسلو په لرلو پورې تړلې ده، ځکه د امریکا او سویلي کوریا ګډ پوځي تمرینونه د ده په وینا د اټومي جګړې د تمرین بڼه لري.

کیم څرګنده کړه: «نړۍ ښه پوهېږي چې امریکا له هغو هېوادونو سره څه ډول چلند کوي چې خپلې اټومي وسلې پرېږدي. موږ به هېڅکله خپلې اټومي وسلې ورنه کړو. دا موضوع به د تل لپاره د خبرو محور نه وي.»

د سویلي کوریا ولسمشر لي جي میونګ ویلي، کلونو بندیزونو د شمالي کوریا د اټومي پروګرام مخه نه ده نیولې، بلکې ستونزه یې نوره هم زیاته کړې. د هغه په وینا، پیونګ یانګ هر کال تر ۲۰ پورې نوې اټومي وسلې زیاتوي.

لي ټینګار کړی چې د خبرو بیا پیل ستونزمن دی، خو د اعتماد جوړونې پر بنسټ یوه تدریجي تګلاره د ستونزې د حل یوازینۍ عملي لاره ده. هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ رول کلیدي دی.