ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې د بغلان ولایت په بنو اندراب کې کې د طالبانو ولسوال منصور منصوري، د یو ځايي او سېدونکي د وهلو ټکولو پر مهال د هغه ورمېږ مات کړی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه شاوخوا یوه اونۍ وړاندې رامنځته شوې او یاد اوسېدونکی زکریا نومېږي.
سرچینې زیاتوي، زکریا دا مهال د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار په یوه خصوصي روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ بلل شوی.
د هغه یو خپلوان وایي، چې د طالبانو د بغلان مرستیال والي دغه سیمهییز طالب چارواکی څارنوالۍ ته ورپېژندلی؛ خو منصوري د طالبانو د امنیې د قوماندان په ملاتړ تر اوسه ادارې ته نه دی حاضر شوی.
سرچینې ټینګار کوي، چې منصور منصوري د خلکو سره په تاوتریخوالي بدنام دی او دغه تازه اقدام یې د سیمې اوسېدونکي له جدي اندېښنې او غوسې سره مخ کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
