نړۍ

د اوکراین ولسمشر د روسیې پر ضد د اروپایي اتحادیې د بندیزونو د نوې کڅوړې هرکلی وکړ

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ د اروپایي اتحادیې له لوري د روسیې پر ضد د ۱۹مې بندیزي کڅوړې د اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه اقدامات به د روسیې پر اقتصاد څرګند اغېز ولري.

زیلینسکي د ټیلګرام په یوه پیغام کې ولیکل: «دا بندیزونه د جګړې د اقتصاد اصلي سرچینې په نښه کوي: د انرژۍ عواید، مالي سرچینې، لوړې ټکنالوژۍ او د پوځي ـ صنعتي بنسټ ملاتړ.» نوموړي زیاته کړه: «دا یو مهم ګام دی چې د روسیې پر جګړه‌يیز ماشین فشار زیاتوي او عملي پایله به ولري.»

د اروپایي کمېسیون مشره، اورسولا فن درلاین، د جمعې په ورځ دغه کڅوړه وړاندې کړه او ویې ویل غواړي «سولې ته رښتینی فرصت ورکړي» څو روسیه خبرو ته کښیني او د درې نیمو کلونو جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د اروپایي اتحادیې لوړپوړي ډیپلوماټ، کایا کالاس، وویل چې دا بندیزونه هڅه کوي «هغه لارې بندې شي چې روسیه ترې پیسې تر لاسه کوي». د هغې په وینا، کڅوړه کې ۱۱۸ نوو کښتیو ته د «سیوري بېړۍ» نوم ورکړل شوی او د هغو مالي کړنو پر ضد اقدامات شامل دي چې روسیه یې په دریمو هېوادونو کې د بندیزونو د تېریدو لپاره کاروي.

د اروپایي اتحادیې غړي هېوادونه به اوس دغه کڅوړه په ګډه وڅېړي او د تصویب لپاره به پرې یو غږ شي.