ښځې

طالبانو د ښځو لیکل شوي کتابونه له پوهنتونونو لرې کړل

د طالبانو حکومت د افغانستان د پوهنتونونو له نصاب څخه د ښځو لیکل شوي کتابونه لرې کړي او په نویو لارښوونو کې یې د بشري حقونو او جنسي ځورونې د تدریس مخه هم نیولې ده.

شاوخوا ۱۴۰ د ښځو لیکل شوي کتابونه د هغو ۶۸۰ عنوانونو په منځ کې دي چې د طالبانو د کتابونو د ارزونې کمېټې “د شریعت او د نظام د تګلارې ضد” بللي دي. په دې کتابونو کې د “کیمیاوي لابراتوار کې خوندیتوب” په څېر علمي عنوانونه هم شامل دي.

طالبانو همداراز پوهنتونونو ته امر کړی چې له ۱۸ هغهو درسي مضامینو څخه لاس واخلي چې له اسلامي ارزښتونو سره په  ټکر کې دي. په دغو مضامینو کې شپږ یې د ښځو په اړه دي، لکه “د ښځو ټولنپوهنه”، “د اړیکو په برخه کې د ښځو ونډه” او “جنډر او پرمختګ”.

دا تازه پرېکړه د طالبانو د واک ته رسېدو له څلور کلونو وروسته د هغو د محدودیتونو په لړۍ کې نوې ګام بلل کېږي. یوازې د روانې اونۍ په اوږدو کې، په لږ تر لږه ۱۰ ولایتونو کې نوري فایبر انټرنېټ هم د طالبانو د مشر په حکم بند شوی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو مرستیال ضیاالرحمن اریوبي په یوه لیک کې پوهنتونونو ته ویلي چې دغه پرېکړې د “دیني عالمانو او متخصصانو” له خوا شوې دي.

د کتابونو د ارزونې د کمېټې یوه غړي تایید کړې چې “ټول هغه کتابونه چې د ښځو له خوا لیکل شوي، د تدریس اجازه نه لري.”

په ۵۰ مخیز لست کې چې ټولو پوهنتونونو ته لېږل شوی، له ۶۷۹ عنوانونو څخه ۳۱۰ یې د ایران د لیکوالانو یا خپرندویانو دي. د ارزونې کمېټې یوه غړي ویلي، موخه یې “د ایران د محتوا د نفوذ مخنیوی” دی.

خو د یو افغان پوهنتون یو استاد ویلي چې دا پرېکړه به د لوړو زده کړو په بهیر کې لوی تشه رامنځته کړي: “د ایران د لیکوالانو او ژباړونکو اثار د افغانستان د پوهنتونونو او نړیوالې علمي ټولنې ترمنځ اساسي پل دی. د هغوی لرې کول یوه ستره تشه جوړوي.”

د کابل پوهنتون یوه بل استاد ویلي، اوس اړ دي چې د طالبانو د شرایطو په پام کې نیولو سره خپله د درسي کتابونو څپرکي جوړ کړي، خو پوښتنه دا ده چې دغه مواد به نړیوالو معیارونو ته ورسېږي که نه.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.