افغانستان

لغمان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي دي

د لغمان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وايي، د دغه ولایت اړوند کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د دوو فېلډر ډوله موټرو د ټکر له امله دوه تنه مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، دا پېښه نن (چهارشنبه د وږي ۲۶) یوه نیمه بجه د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په خیروخیلو سیمه کې را منځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې په ټپیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده او ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی..

یوسفزي د دغې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ګړندی مزل ښودلی.