لویدیځه اسیا

ایران د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړ

د ایران دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د دغه هېواد قضایي ارګانونو، د بابک شهبازي په نوم یو کس د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی.

شهبازي تورن و چې د قراردادي په توګه یې د یخچال د تجهیزاتو د نصب پر مهال له حساسو سیمو، لکه  سړو خونو او د پوځ او امنیتي ادارو اړوندو مرکزونو څخه، محرم معلومات راټولول. د راپورونو له مخې هغه د ۲۰۲۲ کال له پیله د اسراییلو د استخباراتي شبکې «موساد» په ګټه فعالیت درلود او له اسماعیل فکري سره یې په ګډه کار کولو. فکري د همدې تورونو پر بنسټ د روان کال په جون میاشت کې اعدام شوی و.

ایران چې له اسراییلو سره د څو لسیزو راهیسې په سیاسي او استخباراتي سیالیو کې ښکېل دی، په وروستیو میاشتو کې یې له موساد سره د تړاو په تور، د اعدامونو شمېر زیات کړی دی. د راپورونو له مخې، یوازې سږکال لږ تر لږه نهو کسانو ته د ورته تورونو پر بنسټ د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

د شهبازي وکیل د خپل موکل د دوسیې د استیناف غوښتنه سترې محکمې ته وړاندې کړې وه، خو دغه غوښتنه د محکمې له لوري رد شوې ده.