ښځې

په تبعید کې د افغان مېرمنو غورځنګ د طالبانو لخوا د انټرنیټ بندولو غندنه وکړه

په تبعید کې د افغان مېرمنو غورځنګ په یوه اعلامیه کې د طالبانو له لوري په یو شمېر ولایتونو کې د انټرنېټ بندول یو «غیرانساني او استبدادي اقدام» بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.

غورځنګ په اعلامیه کې ویلي، طالبان غواړي د انټرنېټ د پرېکولو له لارې د خلکو اړیکې فلج کړي، د ښځو او حق‌غوښتونکو غږونه چوپ کړي او خپل بشري جنایتونه پټ وساتي. د غورځنګ په وینا، دا کار یوازې یو تخنیکي بندیز نه دی، بلکې د بشپړ سانسور، سیسټماټیک سرکوب او د رڼا د له‌منځه وړلو یوه بربنډه هڅه ده.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د انټرنېټ بندول د افغان ښځو او نجونو پر ژوند ځانګړې اغېز ښندي، ځکه هغوی له آنلاین زده‌کړو پرته بله هیڅ کړکۍ نه لري. د دغې کړکۍ تړل د ښځو پر حقونو او د ټولنې پر راتلونکي ښکاره برید دی.

غورځنګ له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له مدافع سازمانونو او ټولو اغېزمنو بنسټونو غوښتي چې د طالبانو دا «توره دسیسه» بې ځوابه پرېنږدي او د افغانانو د انټرنېټ، بیان د آزادۍ او د زده‌کړو د حق د خوندي کولو لپاره عملي او بېړني ګامونه پورته کړي.

په پای کې د افغانستان د ښځو تبعیدي غورځنګ ټینګار کړی: «هیڅ دیوال د حقیقت پر وړاندې نه شي درېدای، او هېڅ بندیز د افغان ښځو غږ نه شي  ټپ کولی.»