افغانستان

طالبانو په کونړ کې د فتوو او قضا تخصصي پوهنتون جوړولو خبر ورکړی

په داسې حال کې چې د وروستۍ زلزلې له امله د کونړ خلک د ژوند لومړنیو خدمتونو ته اړتیا لري، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده له حکم سره سم په کونړ ولایت کې د «افتاء او قضاء تخصصي جامعه» جوړېږي

د وزارت په وینا، په دې نوې مؤسسه کې به زده‌کوونکي د فتوو او قضایي چارو په برخو کې تخصص ترلاسه کوي، څو د افغانستان قضایي او شرعي بهیرونه لا پیاوړي او تخصصي شي.

که څه هم د لوړو زده‌کړو وزارت د دغه تخصصي پوهنتون د جوړېدو خبر ورکړی، خو په دې اړه زیات جزییات نه دي وړاندې کړي چې دا پوهنتون په کوم مشخص ځای کې جوړېږي؟ د کومو وسایلو او امکاناتو له لارې پرمخ وړل کېږي؟ او د کومې اړتیا له مخې جوړېږي؟

د طالبانو د چارواکو په وینا، دا ګام د حکومت د هغو پروګرامونو یوه برخه ده چې د ديني زده‌کړو د بنسټونو د پراختیا او د قضایي نظام د تقویې لپاره تر سره کېږي.

په داسې حال کې چې د کونړ خلکو د وروستۍ زلزلې له امله له جدي ستونزو سره مخ دي او د روغتیا، استوګنځایونو او نورو عامه خدمتونو په برخو کې پراخې اړتیاوې لري، د طالبانو حکومت ورته د قضاوت او فتوو لپاره د تخصصي پوهنتون د جوړېدو اعلان وکړ. ځايي اوسېدونکي او شنونکي وایي، د سیمې د خلکو لومړیتوب باید د ژوند بنسټیزې اړتیاوې او بیړني خدمتونه وي، خو د طالبانو د پالیسۍ تمرکز بیا د دیني زده‌کړو پر پراختیا پاتې شوی دی.