د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د وږي ۲۵ – د ۸ بجو خبرونه

په بلخ کې ځايي او باخبره سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په امر، په بلخ کې د انټرنیټ کارول په کلکه محدود شوي دي.

سرچینې ټینګار کوي چې د “افغان‌ټلي‌کام دولتي شرکت” انټرنیټي خدمتونه په بلخ کې په بشپړ ډول بند شوي دي.

په ورته وخت کې، ځینې ځايي سرچینې ټینګار کوي چې یوازې د “افغان‌ټلي‌کام دولتي شرکت” لخوا د چمتو شوي نوري فایبر انټرنټي خدمتونه بند شوي دي.

د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند هم تایید کړه چې په بلخ کې د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونه د طالبانو د مشر په امر او د دوی په باور، له « ناوړه کړنو» د مخنیوي لپاره بند شوي دي.

د طالبانو دا اقدام له جدي غبرګونونو او نیوکو سره مل دی.