له کندهار څخه شپږ باخبره سرچینو آمو ته ویلي دي، چې د دې ولایت والي ملا شیرین د طالبانو پر یوې ځواکمنې څېرې بدل شوی او ځینې پرېکړې او صلاحیتونه یې د طالبانو د رییس الوزرا له صلاحیتونو هم لوړ دي.
سرچینې ټینګار کوي، چې نوموړی په مهمو پرېکړو کې خپله رایه کاروي او په ځینو مواردو کې د طالبانو له ریاست الوزرا مخکې، طالب نوماند وزیران وړاندې کوي او دغه راز، د هبت الله د دفتر مهمې چارې هم دی پر مخ وړي.
د سرچینو په خبره، طالب وزیران له خپل مشر هبت الله آخندزاده سره د لیدنې لپاره، لومړۍ باید له ملا شیرین سره وویني. دغو شپږو سرچینو منلې، چې ملا شیرین د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر «باجه» دی.
