د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشري د اقتصادي کميسیون په غونډه کې د غزني ولایت په مرکز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکه د سړې خونې او فابریکې د جوړولو طرحه تایید شوه.
چارواکي وايي چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د سړو خونو نشتوالی د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کوي. د موسمي بدلونونو او تعرفو له امله بزګرانو ته هر کال درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره اقتصادي کميسیون پرېکړه کړې چې هر شرکت یا انفرادي پانګوال چې د سړې خونې په جوړولو کې پانګونه وکړي، د پنځو کلونو لپاره به له مالياتي معافيت څخه برخمن شي.
شنونکي باور لري چې دا پرېکړه د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، د بزګرانو د عوایدو د خوندي کولو او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ګټوره تمامېدای شي، خو د دې پروژو عملي کېدل به تر ډېره د پانګوالو د اعتماد او د حکومت له خوا د مناسبې ملاتړې تګلارې پورې تړلې وي.
