کډوالي

د جرمني دولت استازو له طالبانو سره د پناه‌ غوښتونکو د شړلو په پار پټه لیدنه کړې

یوې جرمني رسنۍ راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت استازو د روانې میاشتې په پیل کې په قطر کې له طالبانو سره پټه لیدنه کړې ده. د دغې ناستې اصلي موضوع د هغو افغان پناه‌ غوښتونکو بېرته ستنول و، چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنې دوسیې رد شوې دي.

د راپورونو له مخې، د جرمني حکومت غواړي د افغانانو د شړلو بهیر د پخوا په پرتله پراخ او منظم کړي. پر ځای د دې چې یوازې ځانګړې چارټر الوتنې وکارول شي، پلان شوی چې افغان پناه‌ غوښتونکي د عادي هوايي شرکتونو په منظمو پروازونو کې واستول شي. سرچینې زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت خپلو استازو ته د کابل د سفر تیاری نیسي څو له طالبانو سره خبرې له نږدې پرمخ یوسي او د بېرته ستنېدونکو لپاره یو منظم چوکاټ جوړ کړي.

ویل کېږي چې د قطر استازي په دې خبرو کې د منځګړیتوب رول لري. خو تر اوسه نه طالبان او نه هم د جرمني حکومت په ښکاره ډول د دغو خبرو په اړه رسمي څرګندونې کړې دي.

شنونکي باور لري، که دا پروسه عملي شي، نو دا به د جرمني د مهاجرت په تګلاره کې یو ستر بدلون وي. هغوی ټینګار کوي چې د پناه‌ غوښتونکو بېرته ستنول باید د نړیوالو بشري اصولو او د پناه غوښتنې د حقونو پر بنسټ ترسره شي، ځکه چې افغانستان لا هم د ناامنۍ، بې‌ځایه کېدو او بشري حقونو د محدودیتونو له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې افغانستان کې د ښځو پر کار، زده‌ کړو او مدني آزادۍ پراخ بندیزونه لګول شوي او د سیاسي مخالفانو پر وړاندې سخت چلند روان دی. په داسې حال کې له طالبانو سره پټې خبرې د دې تصور پیاوړی کوي چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو پر سر سترګې پټې کړې دي او د سیاسي ګټو لپاره له طالبانو سره تعامل کوي.

د هغوی په وینا، که اروپایي هېوادونه غواړي د پناه‌ غوښتونکو د بېرته ستنېدو لپاره عملي لارې ولټوي، نو باید دا پروسه د نړیوالو بشري قوانینو تر چتر لاندې او د شفافو میکانیزمونو له لارې پر مخ یوسي، نه دا چې د طالبانو سره د تړلو دروازو تر شا هوکړې وکړي.