افغانستان

سرچینې: ننګرهار کې د دېوال د نړېدو له امله ۲ تنه مړه شوي

د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار انځور

له ننګرهار ولایت څخه سرچینې وايي، چې د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ هدياخېلو سيمې کې د دېوال د نړېدلو له امله دوه تنه مړه شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

سرچینې وايي، دغه پېښه تېروه ورځ ماښام مهال د رحمان الله په نوم د دغې سیمې یوه اوسېدونکي په کور کې رامنځته شوې ده.

ټپيان امنيتي مسئولينو د درملنې په موخه روغتون ته لېږدولي دي.

د پېښې لامل په يوه ورځ کې د څو متره په ارتفاع د نوي ديوال جوړول وو چې بېرته نړيدلی دی.