له ننګرهار ولایت څخه سرچینې وايي، چې د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ هدياخېلو سيمې کې د دېوال د نړېدلو له امله دوه تنه مړه شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
سرچینې وايي، دغه پېښه تېروه ورځ ماښام مهال د رحمان الله په نوم د دغې سیمې یوه اوسېدونکي په کور کې رامنځته شوې ده.
ټپيان امنيتي مسئولينو د درملنې په موخه روغتون ته لېږدولي دي.
د پېښې لامل په يوه ورځ کې د څو متره په ارتفاع د نوي ديوال جوړول وو چې بېرته نړيدلی دی.
