کډوالي

د افغان کډوالو ایستلو د ایران د کار بازار له کړکېچ سره مخ کړی

د ایران د سوداګریزو څېړنو بنسټ وايي چې د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستلو د ایران د کار بازار له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د اقتصادي فشارونو له امله د ایران حکومت د کډوالو ایستل پیل کړي، چې تر اوسه له یو میلیون څخه زیات افغان کډوال له هېواده ایستل شوي دي. دا چاره د کار په بازار کې د مهارت لرونکو کارګرانو لویه تشه رامنځته کړې ده.

راپورونه ښيي چې افغان کډوال د ایران په ساختماني، کرنیزو او خدماتي برخو کې اصلي رول درلود، خو د دوی له ایستلو سره، ګڼې پروژې درېدلې، لګښتونه لوړ شوي او تولیدات راکم شوي دي. په تهران او نورو لویو ولایتونو کې د زرګونو کارکوونکو نشتوالي د کار ورکوونکو ستونزې ډېرې کړې دي.

د ایران د کار وزارت رسمي شمېرې ښيي چې یوازې ۲ سلنه بهرني کارکوونکي قانوني جواز لري، خو غیر رسمي راپورونه د کډوالو ونډه شاوخوا ۱۰ سلنه اټکلوي. له همدې ډلې، نږدې ۹۰۰ زره تنه یوازې د روان کال تر جولای میاشتې ایستل شوي دي.

کارپوهان وايي چې د کډوالو ایستل نه یوازې د کاري ځواک کمښت راوستی، بلکې بیکاري هم نه ده راکمه شوې، ځکه ډېری ایرانیان د سختو او د کمو پیسو کارونو ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي. شاوخوا ۲.۵ میلیونه داسې دندې شته چې ایرانیان یې نه کوي، او افغان کډوالو تر ډېره ترسره کولې.

د ایران کارپوهان وړاندیز کوي چې د ډله‌ییزو ایستنو پر ځای دې کډوالو ته د قانوني کار جواز ورکړل شي، معاشونه دې له نورم سره برابر شي، او د داخلي کارګرو د جذب لپاره دې روزنیز او ټولنیز ملاتړ پیاوړی شي.

کارپوهان وايي، د کډوالو ویستل که پر وخت مدیریت نه شي، کولای شي د ایران اقتصاد له لا ژور کړکېچ، رکود او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړي.