نړۍ

د ټرمپ اداره د ملګرو ملتونو له لارې د پناه حقونو د محدودولو هڅه کوي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې پر مهال د پناه‌اخستنې په نړیوالو اصولو کې بدلونونه وړاندیز کړي.

. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو له مخې، دغه نوې تګلاره به د دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوي نړیوال چوکاټ بدل کړي چې د بشري ساتنې لپاره جوړ شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د نوې طرحې له مخې پناه‌اخستونکي به اړ وي چې په هغه لومړي هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې ورته ننوتي وي، نه په هر هغه هېواد کې چې خپله خوښه یې وي. همدارنګه پناه به لنډمهاله وي او کوربه هېواد به پرېکړه کوي چې خپل هېواد ته د ستنېدو اړوند د پناه غوښتونکي مناسب شرایط برابر شوي دي که نه.

د ټرمپ اداره د کډوالۍ په پالیسۍ کې له وړاندې د سختو محدودیتونو له امله مشهوره ده. راپورونه ښيي چې د دې نوې نړیوالې هڅې تر شا د سپین پوستو سویلي افریقایانو د بیا مېشتولو پروګرام هم ځانګړی ځای لري. د چارواکو په وینا، سپین پوستو افریقایانو ته لومړیتوب ورکول د سپینې ماڼۍ د لوړ پوړو چارواکو اصلي هدف ټاکل شوی دی.

منتقدین خبرداری ورکوي چې دغه بدلونونه به د هغو کسانو لپاره د ژغورنې لارې وتړي چې د نژاد، مذهب، سیاسي نظر یا ټولنیز حالت له امله له ځورونې او تعقیب څخه تېښته کوي.

د پناه غوښتونکو د بیا مېشتولو نړیوال سازمان (HIAS) مشر، مارک هیټفیلډ وویل:

“که دا اصول بدل شي، نړۍ به بیرته هغه حالت ته ولاړه شي چې د هولوکاست پر مهال موجود و.”

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، کریسټوفر لاندو، په ملګرو ملتونو کې د دې نوې طرحې د معرفي کولو مشري وکړي.

سره له دې چې امریکا په یوازې ځان د نړیوالو تړونونو لغوه کولو توان نه لري، خو د ټرمپ اداره هیله لري چې یو شمېر هم فکره هېوادونه به د دې نوې تګلارې ملاتړ وکړي؛ مګر د پراخ نړیوال ملاتړ نښې نښانې تر اوسه نه لیدل کېږي.