کډوالي

په یوه ورځ کې نږدې ۱۷۰۰ افغانې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

انځور له ارشیف څخه

د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۶۸۷ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.

د طالبانو په وینا، د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۱۵۰ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۸۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.

همدارنګه، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۱۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

تر دې وړاندې، په سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو په برخه کې د ایران د تایباد ولسوال مرستیال وايي، چې د روان کال له پیل راهیسې، د وږي  تر ۱۳مې نېټې پورې، ۹۱۷ زره ناقانونه افغان کډوال د دوغارون سرحدي بندر له لارې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه، په تېرو اویا (۷۰) ورځو کې د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د پلان د پلي کېدو په ترڅ کې، د هغوی د درناوي او باعزته ستنېدنې لپاره له ټولو امکاناتو په دوغارون کې کار اخیستل شوی دی.