د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د قطر پر پلازمېنه دوحه وروستي بریدونه وغندل، خو په هغه ګډ بیان کې چې د ټولو ۱۵ غړو له خوا ومنل شو، د اسرایلو نوم یاد نه شو.
اسرایلو د سې شنبې د برید په ترڅ کې هڅه وکړه د حماس سیاسي مشران ووژني، چې دا کار یې د خپلو پوځي عملیاتو پراخوالی وباله. د امریکا متحده ایالاتو دغه برید یو اړخیز عمل وباله چې د امریکا او اسرایلو په ګټو کې نه دی.
د اسرایلو د ملګرو ملتونو سفیر ډاني دانون د برید په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل: “دا برید داسې پیغام لېږي چې باید په دې تالار کې انګازې وکړي. د ترهګرو لپاره هېڅ پناه ځای نشته، نه په غزه کې، نه په تهران کې او نه په دوحه کې. د ترهګرو لپاره هېڅ معافیت نشته. موږ به د ترهګرۍ پر مشرانو، هر چېرته چې پټ وي، عمل وکړو.”
متحد ایالات عموماً د ملګرو ملتونو په سازمان کې له خپل متحد اسرایلو ملاتړ کوي. خو د امنیت شورا د دې بیان ملاتړ چې یوازې د اجماع له لارې تصویبېدلی شي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ناخوښي څرګندوي چې د اسرایلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له خوا د برید د امر په تړاو یې درلوده.
