د جرمني حکومت یوه ویاند رویټرز ته ویلي، چې د اسراییلو او فلسطین د شخړې د دوه جلاجلا دولتونو د حل لپاره د ملګرو ملتونو د پرېکړې ملاتړ کوي، خو په دې باور نه دی چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې وخت را رسېدلی وي.
هغه ویلي، جرمني به د داسې پرېکړه لیک ملاتړ وکړي چې یوازې د نړیوالو قوانینو اوسنی حالت بیانوي او زیاته یې کړه چې برلین «تل د دوهدولته حل ملاتړی پاتې شوی او همېشه یې د هغه غوښتنه کړې ده.»
ویاند همداراز وویل: «صدراعظم دوه ورځې وړاندې بیا یادونه وکړه چې جرمني نه ویني چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې وخت رسېدلی وي.»
د دوهدولته حل مانا دا ده چې دواړه خواوې به د سولې په فضا کې د یو بل تر څنګ ګډ ژوند کوي ـ یو فلسطیني دولت به د هغو سیمو پر خاوره جوړېږي چې اسرایلو په ۱۹۶۷ جګړه کې نیولې وې، او د غزې تړانګه او لوېدیځه غاړه به د اسرایلو له منځه د یوې دهلېز په وسیله سره نښلول کېږي.
برېټانیا، فرانسه، کاناډا، اسټرالیا او بلجیم ویلي چې د روانې میاشتې په وروستیو کې به د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، خو لندن ویلي که چېرې اسراییلو د غزې د بشري ناورین د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي او د تلپاتې سولې پروسې ته ژمن پاتې شي، نو ښايي خپله پرېکړه وځنډوي.
