په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازی، عرفات جمال وايي چې ملګري ملتونه پر یوه داسې «حل لارې» کار کوي چې ښځینه کارکوونکې وکولای شي له ښځینه راستنېدونکو سره مرسته وکړي.
هغه هیله څرګنده کړې، چې د طالب چارواکو په همکارۍ یو چټک او عملي حل ته لاره هواره شي.
عرفات جمال ویلي: «تر دې دمه، موږ اړ شوي یو چې خپلې چارې په لنډمهاله توګه وځنډوو.»
د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، چې د وږي له ۱۸مې نېټې راهیسې یې په ننګرهار، کندهار، کابل او هرات ولایتونو کې د بېرته راستانه شوو کډوالو د نغدي مرستو وېش مرکزونه په موقتي ډول تړلي دي.
یاد بنسټ څرګندوي چې د دې پرېکړې لامل د ښځو پر کار بندیز دی، ځکه ښځینه کارکوونکې نشي کولای خپلو دندو ته ولاړې شي او له بېرته راګرځېدلو ښځو ملاتړ وکړي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې په دې دلیل نشي کولای په خوندي، درناوي ډک او عادلانه ډول خدمتونه وړاندې کړي، نه یوازې ښځو او نجونو ته، بلکې ټولو بېرته راستانه شوو ښځو او سړیو ته.
