د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د وږي ۲۰ – د ۸ بجو خبرونه

نن د سپټمبر یوولسمه، د امریکا د نړيوال سوداګریز مرکز پر ودانیو د برید له څلورویشتمې کلیزې سره برابره د.

د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې چې په ۲۰۰۱ زږدیز کال کې ترسره شو، نږدې درې زره کسان ووژل شول او له شپږو زرو ډېر نور یې ټپیان کړل.

د دغه بریدونو پړه، د القاعدې ډلې پر غاړه واخېست. امریکا، د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، د القاعده شبکې د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته خپل سرتېري واستول.

اوس چې له دغو بریدونو څلورویشت کاله تېریږي، د امریکا د مرکزي استخباراتو یا «سي.آی.اې» یوه پخوانۍ ماموره سارا اډمز، له آمو سره په مرکه کې ټینګار کوي چې القاعده له طالبانو سره د کورنیو اړیکو له امله، په افغانستان کې نږدې څلوېښت روزنیز مرکزونه پرانیستي دي.