متحده ایالتونه

د امریکا او چین بهرنیو چارو وزیرانو ناسته وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره د نړیوالو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ټامي پیګوټ وویل، دا خبرې د هغه ملاقات دوام وو چې دواړو لوریو د روان کال د جولای په میاشت کې په مالیزیا کې کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي: «وزیر روبیو د دوه اړخیزو مسایلو په اړه د پرېکنده او رغنده اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ.» د دواړو وزیرانو ترمنځ خبرې د نړیوالو او سیمه‌ییزو مسایلو پر سر هم وشوې.

روبیو او وانګ یي د جولای په میاشت کې د اسین د سیمه‌ییز فورم پر مهال په مالیزیا کې سره لیدلي وو. دواړو لوریو دا لیدنه «مثبته او رغنده» بللې ده، په داسې حال کې چې د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د ګمرکي تعرفو پر سر کړکېچ هم روان دی.

روبیو هغه مهال ویلي وو چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ د لیدنې امکانات ډېر دي. د ټرمپ واک ته تر ستنېدو وروسته د سوداګریزو خنډونو زیاتوالي او د چین پر صادراتو ولاړ اقتصاد له نوو ستونزو سره مخ کړی دی. واشنګټن د چین پر محصولاتو پراخې ګمرکي تعرفې لګولي چې د څو میاشتو پرله‌پسې اقتصادي شخړو لامل شوې دي.

امریکا او چین په اګست کې د ۹۰ ورځو لپاره د تعرفو پر سر اوربند تمدید کړ، څو د لا لوړو تعرفو له وضع کېدو مخنیوی وشي.

بل لور ته، ولسمشر ټرمپ د اروپايي اتحادیې چارواکو ته ویلي چې پر چین دې تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفې ولګوي، څو پر روسیې د فشار راوړلو یوه ستراتیژي وي. شنونکي وايي، چین او هند د روسیې د نفتو لوی پېرودونکي دي او له همدې لارې د روسیې اقتصاد د ۲۰۲۲ کال له یرغل وروسته تر ډېره په پښو ولاړ ساتل شوی دی.