اسراییلي چارواکو ویلي که د دوشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوی په هوايي برید کې د حماس مشران ژوندی پاتې شوي وي، نو راتلونکی ځل به حتماً ووژل شي.
په امریکا کې د اسراییل سفیر یخیل لایټر د فاکس نیوز په یوې خپرونې کې وویل: “که دا ځل مو ونه وژل، راتلونکی ځل به یې خامخا ووژنو.”
اسراییلو ویلي چې په دغه برید کې یې د حماس سیاسي مشرتابه هدف ګرځولی و. برید تر هغې یوه ورځ وروسته ترسره شو چې د حماس وسلهوالو د بیتالمقدس څنډې ته په ډزو کې شپږ اسراییلي سرتیري ووژل.
حماس تایید کړې چې په برید کې یې پنځه غړي وژل شوي، چې پکې د دې ډلې د جلاوطنه مشر خلیل الحیه زوی هم شامل دی. خو په خبره یې، مشران یې له برید څخه روغ رمټ وتلي دي.
قطر اعلان کړی چې په برید کې یې د امنیت یو سرتېری وژل شوی دی. دغه هېواد اسراییل پر “دولتي ترهګرۍ” تورن کړی او ویلي یې دي چې برید د قطر د منځګړیتوب د هڅو خلاف دی.
برید پراخ سیمهییز او نړیوال غبرګونونه پارولي دي. د اماراتو ولسمشر محمد بن زاید د چهارشنبې په ورځ قطر ته ولاړ، د اردن ولیعهد حسین هم هلته د ورتګ په درشل کې دی او تمه ده د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سبا دوحې ته ورسېږي. چارواکي وايي دا سفرونه د قطر سره د ملاتړ څرګندونه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل پر دغه برید نیوکه کړې ده. اروپايي کمیسیون ویلي چې پر ځینو افراطي اسراییلي وزیرانو به بندیزونه ولګوي او ښايي له اسراییل سره د سوداګریزو تړونونو ځینې برخې وځنډوي.
په همدې وخت کې په غزه کې د اسراییلو بریدونه دوام لري. د ځایي روغتیايي چارواکو په وینا، یوازې د چهارشنبې په ورځ لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
شنونکي وايي د قطر پر خاوره برید د اوربند پر خبرو د ناکامۍ خطر زیاتوي او ښايي جګړه لا پراخه کړي.
