کډوالي

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې ۲۲۹۳ کډوالې کورنۍ ایستلي

د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۲۹۳ افغانې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

طالبان وايي، چې د تورخم له لارې ۱۳۰۰، د سپين بولدک له لارې ۲۳۸، د نیمروز ورېښمو پله له لارې ۱۲۴، د هلمند د بهرامچې له لارې ۲۶  او د اسلام‌کلا له لارې ۶۰۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د کاناډا حکومت په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو زیانمنونکو او همدارنګه دافغان کډوالو لپاره ۲.۶ ميليونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې ځانګړې کړي دي.

د نړيوال پراختيا په چارو کې د کاناډا د دولت وزير، رنديب سړای، وايي کانادا د پاکستان لپاره کچه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ته ۲ ميليونه ډالر ورکوي. دا اداره په اصل کې افغان کډوالو ته خدمتونه برابروي خو د بېړنيو مرستو په برخه کې هم فعاله ده.