کډوالي

کاناډا په پاکستان کې سېلاب‌ځپلو او افغان کډوالو ته ۲.۶ ميليونه ډالر بشري مرستې ځانګړې کړي

د کاناډا حکومت په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو زیانمنونکو او همدارنګه دافغان کډوالو لپاره ۲.۶ ميليونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې ځانګړې کړي دي.

پاکستان له جون راپدېخوا له سېلابونو او سختو موسمي بارانونو سره مخ دی چې شاوخوا څلور ميليونه خلک يې اغېزمن کړي او له ۹۰۰ زيات کسان يې وژلي دي.

د نړيوال پراختيا په چارو کې د کاناډا د دولت وزير، رنديب سړای، وايي کانادا د پاکستان لپاره کچه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ته ۲ ميليونه ډالر ورکوي. دا اداره په اصل کې افغان کډوالو ته خدمتونه برابروي خو د بېړنيو مرستو په برخه کې هم فعاله ده.

هغه زياته کړه چې ۳۵۰ زره ډالر یې د «سیف د چلډرن کاناډا» موسسې ته ورکول کېږي څو د بېړني استوګنځای، اوبو او حفظ الصحې خدمتونه برابر کړي.

پاتې ۲۵۰ زره ډالر به د پاکستان د سرې میاشتې ټولنې د مرستو کارونو ته ولېږدول شي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې له پراخو طبيعي پېښو سره ډېر مخ شوی چې د چاپېريال کارپوهان يې د اقليم د بدلون سره تړلي بولي.