افغانستان بشري حقوق

اروپایي ټولنې د افغانستان لپاره ۱۴ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړه

اروپایي ټولنې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د ۱۴ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړه. دغه مرسته به د ملګرو ملتونو له ادارو سره د همکارۍ په لړ کې د “د افغانستان د ټولنې د مقاومت پروګرام”  پراخ کړي. یاد پروګرام د  ملګرو متلونو پرمختیايي پروګرام، د خوړو او کرنې سازمان او د کډوالو نړیوال سازمان لخوا عملي کېږي، او اوس د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو ماموریت هم ورسره یوځای کېږي. همدارنګه د اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتونو ښځو څانګې ترمنځ همکاري به نوره هم پیاوړې شي.

دغه پروګرام په ۲۰۲۴ کې د کندهار او هلمند په کرهڼیزو سیمو کې پیل شوی و، او اوس به یې فعالیتونه درېیم کال ته وغځول شي او بادغیس په ګډون به ځینو نورو ولایتونو ته هم هم وغځېږي.

د اروپایي ټولنې د چارو موقتي مشرې ورونیکا بوسکوویچ پوهار وویل:
“دا مرسته په داسې وخت کې کېږي چې افغان ټولنه د اقلیمي بدلونونو له جدي ګواښونو سره مخ ده. د اقلیم بدلون د نن او سبا د کډوالۍ یو مهم لامل دی. اروپایي ټولنه د دوحې د پروسې له لارې د مخدره موادو پر ضد د افغانستان د هڅو هم ملاتړ کوي او بزګرانو سره د بدیلو لارو چارو په موندلو کې مرسته کوي.”

سربېره پر دې، اروپایي ټولنې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۸ میلیونه یورو ځانګړي کړي، چې د خوندیتوب، رواني ملاتړ او د عاید سرچینو برابرولو لپاره به ولګول شي.

د اروپایي ټولنې د چارو موقتي مشرې ورونیکا بوسکوویچ پوهار وویل، دا مرستې له افغانانو سره د اقلیمي بدلون، بې وزلۍ او د بد اقتصاد پر وړاندې د مقاومت د پیاوړتیا لپاره ډېرې مهمې دي.

له ۲۰۲۳ کال راهیسې د UN Women ادارې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ښځو د مدني ټولنو په ملاتړ کې پانګونه کړې ده، څو د خوندیتوب، رواني ملاتړ او د ژوند د عاید سرچینو خدمتونه وړاندې کړي. دغه مرکزونه اکثره یوازې د ښځو لپاره پرانیستي وي. همدارنګه د ټولنې نارینه او هلکان هم هڅول کېږي چې د ښځو د نوښتونو ملاتړ وکړي.

ورونیکا بوسکوویچ پوهار وویل:
“اروپایي ټولنه ویاړي چې د UN Women ملګرتیا نوره هم پیاوړې کوي. دا مرسته زموږ د افغان ښځو او نجونو سره د کلکې ژمنتیا څرګندونه کوي، ځکه موږ باور لرو چې د ټولنې د ټولو وګړو بشپړ او مساوي ګډون د راتلونکي د سوکالۍ یوازینۍ لاره ده.”

د UN Women د افغانستان ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن، د اروپایي ټولنې نوې مرسته هرکلی وکړه او ویې ویل:
“د ښځو د مدني ټولنو سازمانونه د افغان ښځو او نجونو لپاره یوازینۍ د لاسرسي دروازې پاتې دي. اوس له هر وخت زیات اړینه ده چې موږ د دوی ملاتړ وکړو او د فعالیتونو دوام یقیني کړو.”