سیاست

د عطامحمد نور په مشرۍ اسلامي جمعیت تر یو چتر لاندې د سیاسي او نظامي مبارزې اعلان وکړ

د عطا محمد نور په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعیت وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې روان وضعیت ته په کتو، غواړي خپلې سیاسي، مدني او نظامي هڅې تر یو متحد، منظم او همغږي چوکاټ لاندې پرمخ یوسي.

په یوې تازه اعلامیه کې چې د دغه ګوند د پرېکړه­ کوونکې لوړې شورا له لوري خپره شوې، ویل شوي چې د افغانستان د نجات، ملي یووالی، او د «طالبانو د حاکمیت پر وړاندې ګډ مقاومت» د سیاسي او مدني ډلو د همغږۍ له لارې شونی دی.

اسلامي جمعیت، چې یو له پخوانیو جهادي او سیاسي ډلو ګڼل کېږي، ادعا کوي چې د شوروي پر وړاندې د جهاد، د مدني حکومت جوړونې، او د سولې د بهیر په ګډون د افغانستان په سیاسي تاریخ کې مهم رول لوبولی.

اعلامیه وايي چې اوس افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ په پناه‌ځای بدل شوی او خلک یې «په یو ټولیز زندان» کې ژوند کوي.

اعلامیه زیاتوي:

“د طالبانو له خوا د قدرت د نیولو له لومړیو ورځو راهیسې، اسلامي جمعیت د نظامي، سیاسي او مدني مبارزې بیلابیلې بڼې غوره کړې دي. اوس به دا هڅې د یوې واحدې ستراتېژۍ له مخې دوام ومومي.”

دا اعلامیه، چې د “شهید له اونۍ” سره هم‌مهاله خپره شوې، وایي چې له دې وروسته به د دغه ګوند ټول غړي – مشران، قومندانان، علما، ځوانان، ښځې او نور فعالان د عالي شورا تر لارښوونې لاندې کار کوي.

په اعلامیه کې د یو شمېر مطرحو شخصیتونو نومونه هم اخیستل شوي، لکه عطا محمد نور، احمد مسعود، یونس قانوني، اسماعیل خان او نور، چې ویل شوي د «شهید استاد برهان‌الدین رباني او ملي قهرمان احمدشاه مسعود» د لاري د دوام لپاره ژمن دي.

اسلامي جمعیت ویلي، د افغانستان د نجات لپاره به له ټولو سیاسي او مدني ډلو سره د ګډ کار زمینه برابره کړي.

“موږ یو ځل بیا هغو ټولو سیاسي او ملي شخصیتونو ته د دوستۍ او همکارۍ لاس ورغځوو، چې د هېواد د اوسني وضعیت بدلون او د خلکو د نجات لپاره فکر لري.”

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، اسلامي جمعیت او نور مخالف سیاسي جریانونه له هېواده بهر فعالیت کوي. طالبان دغه ډلې د بهرنیو ګټو استازي بولي، خو دوی وايي چې د خلکو د ارادې او ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

طالبان تر دې دمه د اسلامي جمعیت د تازه اعلامیې په غبرګون کې څه نه دي ویلي