د کرکټ، اسیا جام سیالۍ سبا (د سپټمبر په ۹مه) په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۸ نېټې به دوام وکړي. پایلوبه د سپټمبر پر ۲۸ نېټه په دوبۍ کې پلان شوې ده.
د کرېکټ نړیوالې شورا له مخې، د شل اوریزو لوبو په وروستۍ درجه بندۍ کې هندوستان په لومړي مقام کې دی، سریلانکا، پاکستان، افغانستان او بنګلهدېش له اووم نه تر لسم مقامونو پورې ځای لري. همدا راز هانګ کانګ، متحده عربي امارات او عمان (چې لومړی ځل ګډون کوي) هم د ACC Premier Cup د سیالیو له لارې دې لوبو ته لار موندلې ده.
لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوي دي. په لومړۍ ډله کې هندوستان، پاکستان، عمان او امارات شامل دي، او په دویمه ډله کې افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او هانګ کانګ لوبې کوي. د هرې ډلې دوه غوره لوبډلې به د “سوپر۴” پړاو ته ورسي. د دې وېش له مخې امکان شته چې هند او پاکستان درې ځله د یو بل پر وړاندې ولوبېږي، چې دا به د میلیاردونو لیدونکو پام ځان ته راواړوي او د اسیا کرکټ شورا لپاره ستر عایدات راوړي. پایلوبه به د سپټمبر پر ۲۸ نېټه په دوبۍ کې ترسره شي.
ټاکل شوې چې ټولټال ۱۹ لوبې وشي: ۱۱ یې په دوبۍ کې (چې پایلوبه هم پکې شامله ده) او اته په ابوظبي کې.
د اسیا جام لومړۍ سیالۍ په ۱۹۸۴ کال کې وشوې، چې یوازې درې هېوادونه هند، پاکستان او سریلانکا پکې ګډون درلود. له هماغه وخت راهیسې دغه ټورنمنټ په دوامداره ډول ترسره کېږي. اسیا جام هر دوه کاله کېږي، خو د بڼې له مخې بدلېږي: کله د پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو په بڼه او کله د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په بڼه، چې دا د نړیوال جام په نیټې پورې تړاو لري.
تر ټولو ډېر د اسیا جام اتلولۍ تر اوسه هندوستان ګټلې، چې شمېر یې اته دی. سریلانکا شپږ ځلې قهرمانه شوې او پاکستان دوه ځلې.
هند د اسیا جام د اتلولۍ تر ټولو قوي نوماند بلل کېږي. لامل یې دا دی چې لوبډله د مشهورو لوبغاړو په شتون سره ډېر پیاوړې ده، لکه سوریاکمار یادو، شبمن ګل، هارډیک پانډیا او جسپریت بومرا. همدارنګه د متحده عربي اماراتو پیچونه اکثره ورو وي او د سپېن بالرانو لپاره مناسب ګڼل کېږي. له همدې امله د هند د سپېنرانو اکسار پټیل، ورن چکرورتي او کلدیپ یادو رول به ډېر مهم وي.
پاکستان بیا له خپلو دوو لویوو ستورو، بابر اعظم او محمد رضوان پرته لوبې کوي. دا دواړه له ۲۰۲۴ د ډسمبر راهیسې د پاکستان په شل اوریز سکواډ کې شامل نه دي. د ټیم نوی روزونکی، مایک هیسن، یوه نوې تګلاره خپله کړې ده: هغه زیاتره پر آلرونډرانو (لوبغاړي چې هم توپ وهنه کوي او هم توپ اچونه) تکیه کوي. په وروستیو تمریني لوبو کې د همدې تګلارې پر بنسټ پاکستان د محمد نواز د هټریک پر مټ افغانستان ته ماته ورکړه. په وروستۍ لوبه کې افغانستان یوازې ۶۶ منډې وکړې، چې د دغې لوبډلې د تاریخ دوهم ټیټ ریکارډ دی.
افغانستان بیا د راشد خان تر مشرۍ لاندې د سپېن یو پیاوړی سکواډ لري، چې محمد نبي، مجیب الرحمن، نور احمد او نوی لوبغاړی غضنفر پکې شامل دي. د دې ترکیب له کبله افغانستان د سوپر۴ لپاره قوي نوماند ګڼل کېږي او اټکل کېږي چې شاید له بنګلهدېش، سریلانکا او پاکستان څخه مخکې شي.
سریلانکا سره له دې چې تازه د بنګلهدېش پر وړاندې په دوه اړخیزه لړۍ کې ماتې وخوړه، خو د پتهوم نيسانکا ښه فارم او د وانېندو هسارانګا بېرته روغېدو ټیم ته هیلې ورکړي دي. هغه به د ماهیش تیکشانا او دونیت ویللاګی سره یوځای د سپېن برخه لا پیاوړې کړي.
ټول ټورنمنټ د کرکټ په لنډه بڼه (T20) ترسره کېږي، چې هر ټیم ته یوازې ۲۰ اورونه ورکول کېږي او لوبه عموماً درې ساعته وخت نیسي.
