د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د وږي ۱۵ – د ۸ بجو خبرونه

د جګړې وزارت ته د امریکا د دفاع وزارت د نوم دې بدلون په مراسمو کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې د بګرام هوایي اډه باید په بشپړه توګه د امریکا په واک کې وای.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې د بګرام هوایي اډه یې چین ته او د دې هېواد د اټمي وسلو د جوړېدو مرکز ته د نږدیوالي له امله له ځانه سره ساتله.

ټرمپ دغه راز زیاته کړې، چې د امریکا یوه زیاته اندازه وسلې او نظامي تجهیزات هم په افغانستان کې پاتې شوې دي.

نوموړي له افغانستان څخه د وتلو له څرنګوالي په نیوکې سره بیا ویلي، چې له افغانستان څخه د وتلو بهیر د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ او وحشتناکه پېښه وه.

بل خوا، د امریکا د جګړې وزیر، د پنټاګون د نوم د بدلون لامل، د افغانستان په څېر هېوادونو کې د جګړو د ماتې له امله بولي.