افغانستان

رویټرز: امریکا لا هم د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره هېڅ مرستې نه دي تصویب کړي

نږدې یوه اوونۍ وروسته له هغې چې په افغانستان کې زلزلې د ۲۲۰۰ څخه زیات کسانو ژوند واخیست او لسګونه زره کسان یې بې‌کوره کړل، متحده ایالاتو لا هم د بیړنیو مرستو د تصویب لومړی ګام نه دی اخیستی، او روښانه نه ده چې ایا د مرستې نیت لري که نه.

دا خبره رویټرز ته د امریکا د دوو پخوانیو لوړپوړو چارواکو او یوې باخبرې سرچینې کړې ده.

د افغانستان د کلونو په اوږدو کې یوې مرګوني زلزلې ته د واشنګټن بې‌پامۍ په ډاګه کوي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو مرستو د ژورو کمښتونو او د امریکا د بهرنۍ مرستې د اصلي ادارې په تړلو سره د نړیوالو طبیعي پېښو په مرستو کې د امریکا د څو لسیزو مشري پرېښې ده.

د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره (USAID) د سه‌شنبې په ورځ په رسمي ډول وتړل شوه.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې افغانستان ته خپله «ژوره خواخوږي» څرګنده کړه. خو تر جمعې پورې د بهرنیو چارو وزارت د بشري اړتیاوو هغه اعلامیه نه وه تصویب کړې چې د امریکا د بیړنیو مرستو د تصویب لومړی ګام ګڼل کېږي. دواړو پخوانیو چارواکو، چې دواړه په USAID کې کار کړی، او درېیمې سرچینې (چې د غبرګون د وېرې له امله یې نوم نه دی اخیستل شوی) وویل، دا ډول اعلامیه معمولا د یوې سترې طبیعي پېښې له ۲۴ ساعتونو دننه خپرېږي.

سرچینو وویل چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د افغانستان لپاره د امریکا د بیړنیو مرستو سپارښتنې ارزولې دي. د یوه پخواني لوړپوړي چارواکي په وینا، سپینه ماڼۍ هم دا موضوع څېړلې خو پرېکړه یې کړې چې د افغانستان د مرستو د پای ته رسولو پالیسي به بېرته نه ګرځوي.

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا امریکا به د یکشنبې د ورځې د ۶ ریښتره زلزلې (چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د پیاوړو پس‌لرزه‌وو سره مل وه) وروسته بیړنۍ مرسته وکړي که نه، د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل: «موږ دا مهال د اعلان لپاره څه نه لرو.»

متحده ایالات تر دې کال پورې د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد و، هغه هېواد چېرې چې دوی شل کاله جګړه وکړه او په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د طالبانو له نیولو سره یو ځای په ګډوډ ډول ووتل.

خو د اپرېل په میاشت کې د ټرمپ ادارې د افغانستان نږدې ټولې مرستې ـ چې ټولټال یې ۵۶۲ میلیونه ډالره کېدې ـ پای ته ورسولې. د دې پرېکړې دلیل د امریکا د یوه څارونکي راپور و، چې ښودلې یې وه د امریکا د مرستو ترلاسه کوونکو بشري سازمانونو د طالبانو رژیم ته ۱۰.۹ میلیونه ډالره مالیات، فیسونه او ګمرکي محصولونه ورکړي دي.

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا امریکا به د زلزلې ژغورل شویو ته بیړنۍ مرسته برابر کړي، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل: «ولسمشر ټرمپ پر دې خبره ټینګار کړی چې مرسته باید د طالبانو رژیم ته په لاس ورنه‌شي، هغه رژیم چې لا هم د امریکا وګړي په ناحقه بندیان ساتي.»