د سینګاپور سور صلیب اعلان کړی چې د افغانستان د وروستۍ زلزلې د قربانیانو د مرستې لپاره د دغه هېواد حکومت ۱۰۰ زره ډالر امریکایي مرسته ځانګړې کړې ده.
د سینګاپور د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې له دې مرستې څخه ۵۰ زره ډالر د سینګاپور سور صلیب له لارې د مالي مرستو د پیل پانګه ټاکل شوې، څو د افغانستان د زلزلهځپلو خلکو لپاره وکارول شي. دغه وزارت د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه هم کړې ده او ویلي دي: «سینګاپور له زلزلهځپلو کورنیو سره خپله ژوره همدردي څرګندوي.»
وزارت زیاته کړې چې تر اوسه د افغانستان په زلزله کې د سینګاپوري وګړو د زیانمنېدو کوم راپور نه دی ثبت شوی.
همدارنګه یې خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان سفرونه وځنډوي، سیمهییزو خبرونه وڅاري، د بهرنيو چارو وزارت په آنلاین سیسټم کې ځانونه ثبت کړي او د کونسلي مرستو د اړتیا پر مهال له ۲۴ ساعته خدمتاتي دفتر سره اړیکه ونیسي.
په ورته وخت کې د سینګاپور سور صلیب هم له خپلو داخلي سرچینو څخه ۵۰ زره ډالر ځانګړي کړي او د عامه مرستو د راټولولو کمپاین یې پيل کړی دی. د دغه بنسټ د عمومي منشي او اجراییوي رییس، بنجامین ویلیام، په وینا: «زموږ زړونه له قربانیانو سره دي. ګڼې کورنۍ بېکوره شوې، ګڼ کسان مړه او ټپیان شوي او خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.»
یاده زلزله د یکشنبې په ورځ د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول چې له امله یې د طالبانو د چارواکو په وینا، تر اوسه له ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
