افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: د طالبانو محدودوونکې پالیسي د زلزلې د قربانیانو د مرستو بهیر ټکنی کړی

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو محدودوونکو پالیسیو، په ځانګړي ډول د ښځو پر کار د بندیزونو د بشري مرستو بنسټونه له جدي ستونزو سره مخ کړي او د زلزلې د قربانیانو د ژغورنې او مرستې بهیر یې ټکنی کړی دی.

د دغه سازمان د سویلي آسیا مرستیال رئیس، بابو رام پنت، په یوه اعلامیه کې وویل:
“طالبانو د مرستندویو او بشري بنسټونو فعالیتونه په پراخه کچه محدود کړي دي. د ښځو د کار پر وړاندې بندیزونه او نور خنډونه د دې لامل شوي چې اغېزمنو خلکو ته مرستې په وخت ونه رسېږي.”

هغه زیاته کړه چې اوس تر ۲۲ میلیونو زیات افغانان د مرستو اړتیا لري؛ خو د طالبانو د پالیسیو او په پایله کې یې د نړیوالو مرستو د کمښت له امله ناورین لا پسې ژور شوی دی.

امنسټي انټرنشنل له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د بشري بنسټونو لپاره ازاد او بې‌خنډه لاسرسی تضمین کړي، اداري خنډونه لرې کړي او ډاډ ورکړي چې مرستې له تبعیض پرته ټولو ته ورسېږي.

دغه سازمان همدارنګه ټینګار کړی چې د ښځو، ماشومانو، بوډاکانو، معلولینو او معیوبینو لپاره ځانګړې پاملرنه اړینه ده، ځکه هغوی د ناورینونو پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ وي.

د شنبې پر شپه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ۶.۰ درجې زلزلې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان وژلي او شاوخوا ۳۵۰۰ نور یې ټپیان کړي دي. ګڼ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او د ژغورنې چارې لا هم روانې دي.