افغانستان

جرمني او بنګله‌دېش له زلزله ځپلو افغانانو سره خواخوږي وښوده

عکس از آوار‌های به جا مانده از زمین‌لرزه کنر

د جرمني او بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارتونو په جلا جلا اعلامیو کې په ختیځو ولایتونو کې، د یکشنبې شپې زلزله «ویجاړونکې» بللې او له اغېزمنو شویو خلکو سره یې د خواخوږۍ څرګندونې کړې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي:
«موږ د افغانستان په ختیځ کې د یوې زورورې زلزلې له امله چې د ګڼو خلکو د مرګ او ټپي کېدو لامل شوې، ژور خواشیني یو. له ټولو زیانمنو خلکو سره خپله همدردي او تسلیت څرګندوو».

په همدې مهال د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:
«د بنګله‌دېش حکومت او خلک د افغانستان په ویجاړوونکې زلزله کې د سلګونو کسانو د ژوند د له لاسه ورکولو له امله خورا غمجن دي. موږ له افغان ورور ولس سره خپله خواخوږي څرګندوو. زموږ دعاګانې او فکرونه له ټولو اغېزمنو کسانو سره دي».

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مخکې تر دې د یو میلیون پونډو د مرستې اعلان کړی و، څو له زلزله ځپلو سره مرسته وشي.

طالبانو مخکې ویلي وو چې د یکشنبې شپې (د وږي ۹مه) په کونړ کې په شوې زلزله کې تر اوسه لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰۰ نور ټپیان دي.

د طالبانو په وینا، په ننګرهار کې هم د دې زلزلې له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۵۵ نور ټپیان شوي دي. په ورته کې د لغمان، نورستان او پنجشیر ولایتونو اوسېدونکي هم قرباني شوي دي.

طالبانو ټینګار کړی چې لا هم یو شمېر کسان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې عملیات روان دي، نو د تلفاتو د زیاتېدو امکان شته دی.

یاده زلزله د یکشنبې شپه شاوخوا ۱۲ بجو په مهال د ۶ درجې په زور په ختیځو ولایتونو کې رامنځته شوه چې مرکز یې د کونړ اسعداباد ښودل شوی دی.