د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د وږي ۹ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د خپلو صلاحیتونو او له خلکو، په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره د سخت‌دریځۍ چلند له امله؛ د طالبانو په یو له پیاوړو وزارتونو بدل شوی دی.

د آمو موندنې ښيي چې دغه وزارت درې معینیتونه، ۵۲ ریاستونه او په ټول هېواد کې له درې زره او ۳۰۰ څخه ډېر محتسبین لري.

آمو ته باوري سرچینې وایي، د دې وزارت هر محتسب، له ۱۳ زره څخه تر ۲۵ زره افغانیو پورې معاش اخلي.

په دې راپور کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت جوړښت، تشکیلات، صلاحیتونه، قوانین او امتیازات څېړل شوې دي.