د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي، تر اوسه شاوخوا ۲.۳ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په اجباري او یا هم اختیاري ډول بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې ډېری یې له رواني ستونزو سره مخ دي.
په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي، او قومي ـ مذهبي لږکۍ، د بشري حقونو فعالان او خبریالان له ستنېدلو وروسته تر جدي ګواښ لاندې دي.
په بیان کې زیاته شوې ده:
«د افغانستان محدود امکانات د دومره ډېرو ستنېدونکو د جذب وړتیا نه لري او د بشري اړتیاوو شدت، د بېکارۍ زیاتوالی او د طبیعي پېښو اغېز لا پسې زیاتوي».
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري ټینګار کړی چې د افغانستان روان انساني ناورین بېړني اقدام ته اړتیا لري او له مرسته کوونکو هېوادونو یې غوښتنه کړې چې له هغو افغانانو سره مرسته وکړي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېږي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې میلیونونه افغان کډوال د ګاونډیو هېوادونو له لوري بېرته ستنېدو ته اړ شوي او په ناهیله شرایطو کې افغانستان ته رسېدلي دي.
ملګري ملتونه وایي، دغه ستنېدونکي کډوال له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي او د بېرته ستنېدو ستره کچه په هېواد کې د یو انساني بحران سبب ګرځېدلې ده.
