افغانستان

په زمري میاشت کې د اوو مدرسو پرانیسته شوې یا یې بنسټ کېښودل شوی

د طالبانو یوه دیني مدرسه.

د طالبانو لخوا ورکړل شوي شمېرې ښیې چې د روان هجري لمریز کال په زمري کې، په هېواد کې د طالبانو اووه مدرسې یا فعالې شوې او یا یې د بنسټ ډبرې کیښودل شوې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت رسمي معلومات هم ښیې چې ډېری دا مدرسې په غزني ولایت کې دي.

سربېره پر دې، تېره میاشت، د طالبانو د مالي محاسبې قانون، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده لخوا توشیح شوی، د طالباني مدرسو لپاره پر مالي ملاتړ هم ټینګار وکړ.

تېره میاشت، طالبانو په هېواد کې اوو مدرسې فعالې کړې او یا یې د بنسټ ډبرې کېښودې. دا مدرسې د هلکانو او نجونو لپاره دي.

د طالبانو لخوا د ورکړل شویو جزئیاتو له مخې، د روان هجري لمریز کال په زمري کې، د غزني په ګیلان، قره باغ او مقر ولسوالیو کې د « دارالاېمان للبنات» « عبدالله بن عمر» او «رحیمه» مدرسې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه مدرسې چې په زمري میاشت کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي
– دارالاېمان للبنات
– عبدالله بن عمر
– رحیمه

سربیره پردې، طالبانو د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د «خیرالعلوم» مدرسې، په لغمان کې د «دارالعلوم نعمانیه» مدرسې، د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې د «عبدالله بن عمر» مدرسې او د پروان په چاریکار ښار کې د یوې بلې مدرسې د بنسټ ډبره کېښوده.

د طالبانو هغه مدرسې چې د بنسټ ډبرې یې اېښودل شوې دي

غزني: خیرالعلوم
زابل: عبدالله بن عمر
او یوه مدرسه په پروان کې

دا مدرسې یا په تیره میاشت کې د طالبانو د پوهنې وزارت لخوا فعالې شوي یا یې د بنسټ ډبرې ایښودل شوي دي.

د ښوونځیو پر خلاف، د طالبانو د پوهنې وزارت نجونو ته اجازه ورکړې چې په مدرسو او دارالعلومونو کې شاملې شي، او د عمر هیڅ شرط نشته.

د پنجشیر په یوه دارالعلوم کې یوه زده کوونکې وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو مدرسو ته د نجونو د تګ شمیر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

دغې زده کوونکې نه غوښتل د امنیتي دلایلو له امله یې نوم او هویت په راپور کې خپور شي.

د دارالعلوم یوه زده‌کوونکې وايي: «له هغه وخته چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو لپاره تړل شوي، نجونو دارالعلومونو ته مخه کړې ده.»

تیره میاشت، د طالبانو د مالي محاسبې قانون، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده لخوا توشیح شوی، د طالباني مدرسو لپاره پر مالي ملاتړ هم ټینګار وکړ.

باخبره سرچینې ټینګار کوي چې په دې طالباني مدرسو کې، نصاب د طالبانو له خوښې سره سم جوړ شوی او د طالبانو ایډیالوژۍ ته وده ورکوي.

د طالبانو د مالي محاسبې قانون ۱۹ ماده وايي: «د جهادي مدرسو او دارالایتام لپاره اعاشه د هغو طالبانو د شمېر په اندازه ټاکل کېږي چې د کال په پیل کې په دغو جهادي مدرسو او دارالایتامانو کې شاملېږي.»

له دې ټولو سره، د پوهنې وزارت رسمي شمېرې ښیي چې اوس مهال په افغانستان کې له ۲۱ زرو ډیرې فعالې مدرسې شتون لري، چې له دریو میلیونو ډیر زده کونکي پکې شامل دي.

مخکې، ځینو څیړونکو ټینګار کړی و چې طالبانو، له یوې خوا، د عصري علومو د ځپلو پالیسي غوره کړې، او له بلې خوا، د دیني مدرسو په نفوذ سره او د طالباني مدرسو د جوړولو له لارې، دوی هڅه کوي چې خپلو نظرونو ته وده ورکړي.

د پوهنتون ځینې استادان هم ټینګار کوي چې وروسته له هغه چې طالبان واک ته راستانه شول، دوی د هیواد د دیني مدرسو نصاب هم بدل کړ او یا یې د جوماتونو امامان بدل کړل یا یې د زور په کارولو سره د خپلو د پالیسیو او نظرونو منلو ته اړ کړل.