د آمو پښتو خبرونه

۱۴۰۴ د وږی ۳ – د ۸ بجو خبرونه

د آمو د یوې سیمه ییزې څېړنې موندنې ښیي چې د طالبانو په امر، په ۱۶ ولایتونو کې د “ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول” منع شوي دي، او په ۷ نورو ولایتونو کې، د “ژوندیو موجوداتو انځورونه” کله خپرېږي او کله نه کېږي.

خو، اوس مهال، د “ژوندیو موجوداتو انځورونه” یوازې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې خپریږي.

راپور همداراز موندلې چې طالبان، په سیمه ییزه کچه او د مشرتابه په کچه، د ژوندي موجوداتو د انځور د خپرېدو د بندیز په اړه له جدي اختلاف سره مخ دي.

د رسنیو ځینې فعالان خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام د طالبانو لخوا د رسنیو، په ځانګړې توګه پر انځوریزو رسنیو، روښانه فشار دی.

نور حال د میلاد سیار په راپور کې، چې د آمو د ځانګړو راپورونو واحد سره په همکارۍ چمتو شوی