سرچینې وایي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي پلان درلود چې د اګسټ له ۲۷مې تر ۲۹مې پورې هند ته سفر وکړي؛ خو دا سفر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د سفر د بندیز د استثنا نه ورکولو له امله لغوه شوی دی.
دغو سرچینو آمو ته ویلي، چې هند متقي ته د امنیت شورا لهخوا د سفر استثنا له رد وروسته خپله بلنه بېرته واخیسته.
سرچینې زیاتوي چې مخکې له دې، د طالبانو یوه هیئت هند ته سفر کړی و، خو هندي چارواکو هغوی ته هېڅ رسمي پروتکل نه و وړاندې کړی. سرچینې وايي، چې د متقي د سفر د لغو کولو یو لامل هم د دواړو لوریو ترمنځ د بحث وړ موضوعاتو پر سر د خبرو اترو پر سر اختلاف وو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا په تور لېست کې دی؛ په ورته ډول، د همدې میاشتې په جریان کې پاکستان ته هم په سفر و نتوانېد.
