د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۶۹۳ افغانې کډوالې کورنۍ ایستل شوي دي.
د طالبانو په وینا، ایران ۱۰۵۹ او پاکستان همدارنګ ۶۳۴ کورنۍ له خپلو خاورو ایستلي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۴۱، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۹۳، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۴۱ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۹۱۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسیون په افغانستان کې په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې څخه تر روان کال د جون ۳۰مې پورې نږدې ۱.۲ میلیونه تنه له پاکستان څخه افغانستان ته راستون شوي دي.
خو دواړو هېوادونو د افغان کډوالو د شړلو بهیر لا هم چټک کړی، او یو شمېر راستنیدلي کډوال وايي، چې د جبري راستنېدو پر مهال د «شکنجې، شتمنیو ضبط، غیرانساني چلند او سپکاوي» سره مخ شوي دي.
