طالبانو د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دو کسان په دورو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د «اخلاقي فساد» په تور د پنجشنبې په ورځ په دورو وهل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې هر یو کس په ترتیب سره ۳۰-۳۰ دورې وهل شوي او په درې میاشتو بند هم محکوم شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د جغتو د ابتداییه محکمې لهخوا صادره شوې وه او د سترې محکمې له لوري هم تایید شوې ده.
طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې، د دوه سوه ښځو په ګډون له یو زر او ۲۰۰ څخه ډېر کسان په دورو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې شمېرې ښیي، چې یوازې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې، له ۴۰۰ څخه ډېر کسان، چې ۷۰ یې ښځې دي، په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.
د دې شمېرو پر بنسټ، په تېرو څلورو کلونو کې، طالبانو د ۱۷۷ کسانو لپاره د قصاص حکم، د ۳۷ کسانو لپاره د سنګسار حکم او پر ۴ نورو کسانو د “دېوال ړنګولو” حکم صادر کړی دی. طالبانو په دې موده کې، پر لسو کسانو د قصاص حکم تطبیق کړی دی.
د طالبانو د سترې محکمې شمېرې ښیي چې په تیرو څلورو کلونو کې، په ټول هیواد کې د ۲۰۶ ښځو په ګډون ۱،۲۱۴ کسان د خلکو په وړاندې په دُرو وهل شوي دي.
